خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۰
خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شيخ امیر سیمه کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کنډیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ګربز سرحدي او کنډیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کنډیو لوبډلې د ٤/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۳۹
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۳۸
Background image

پکتیکا؛ سروبي ولسوالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالي پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

کندز کې د ۵۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS