خوست کې د ١٢ ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۳
خوست کې د ١٢ ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري او د AYSO مؤسسې په مالي ملاتړ په ١٢٠٠ فاميليو سیمه کې د ١٢ ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ او مرکز متون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٨ منډو هدف وټاکه. متون لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٧٩ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته لس زره افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته پنځه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS