خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۲:۵۱
خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند په ګلاب خان عالي لېسه کې د (۸) غوره لوبډلو تر منځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د دوولسم ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالي چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ ، د ګلاب خان عالي لېسې د بدني روزنې کمېټې په هڅو د لیګ په بڼه ترتیب شوې وې چې د کرکټ په برخه کې تکړه زده کوونکو او ښوونکو ته پکې ځای ورکړل شوي وو.

ددغو سیالو پای لوبه د دوولسم او لسم ب ټولګيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د دوولسم ټولګي په ګټه پای ته ورسېده.

له دغو سياليو څخه چې سلګونو نندارچیانو ليدنه کوله د دوولسم ټولکي لوبډلې د پچې په ګټلو سره دتوپ وهنې پرېکړه وکړه چې سیالې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د حکیم الله، په غوره توپوهنې سره د (۱۲۸) منډو هدف کېښود.

خو په وړاندې یې لسم ټولګي د توپ وهنې په برخه کې له پيله له ستونزو سره مخ شوه، چې د مقابلې لوبډلې دریځ یې پیاوړی کړ او د (۳۸) منډو په توپیر یې سیالي وبایلله او د دوولسم ټولګي لوبډلې اتلولي خپله کړه.

په پام کې ده چې له را روان اختر وروسته به د خوست ورزشي امريت په مرسته د لېسو او مدرسو زده کوونکو ترمنځ د معارف جام سيالۍ پيل شي چې موخه يې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن راکمول دى.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS