خوست کې د صحرا جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۴۰
خوست کې د صحرا جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له‌ لوري د ياد ولايت د مرکز اړوند منګسو خان هواس کلي کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د خوستي کلب او شمل زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لومړی توپوهنه خوستي کلب لوبډلې وکړه او په ټاکليو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۲۳ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې شمل زلمیو لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په زیان سره په نهم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو يې بريا خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي، چې یادې سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کېږي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS