خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند ډېري سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هجرت اباد کینګز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د هجرت اباد کینګز او نيازي سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هجرت اباد کینګز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکليو اتو اورونو کې یې د خپلو څلور لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٧ منډو هدف وټاکه. نيازي سټارز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٩٠ منډې وکړې او د شپږو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
