خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۳۶
خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز اړوند ١٢٠٠ فاميليو په شيخ زاید ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کابل منتظر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د کابل منتظر او بلال مندوزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کابل منتظر لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د شيخ زاید ورزشي جمنازيوم د پرانیستې په ویاړ پیل شوې وې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ٥٠ زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ٢٥ زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS