خوست: مس عینک معلولینو لوبډلې دویمه بریا ترلاسه کړه
د زونونو ترمنځ د نجیب الله تره کي د معلولینو په روان شل اوریز جام کې، نن دویمه لوبه د مس عینک او بُست معلولینو لوبډلو ترمنځ، د خوست پر ملي کرکټ لوبغالي ترسره شوه، چې مس عینک پکې د څلور ویکټو په توپیر بُست ته ماتې ورکړه.
بُست لوبډلې پخپلې لومړۍ توپ وهنې سره، د لوبې پوره شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او مس عینک معلولینو لوبډلې ته یې د ۱۲۱ منډو هدف کیښود.
ځوابي لوبه کې مس عینک لوبډلې د سیالۍ وروستي اوور کې د ۱۲۱ منډو هدف ته ځان ورسؤ او لوبه یې په څلور ویکټو سره خپله کړه.
