خوست: شاهین کلب د فوټبال اتلولي خپله کړه.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۰:۴۵
خوست: شاهین کلب د فوټبال اتلولي خپله کړه.

د فوټبال هغه ټورنامینټ ، چې د خوست ولایت په مرمنډۍ ساحه کې د سیمې د فعالو ځوانانو له خوا جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

د فاینل په دې مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال ، پخوانیو فوټبالرانو عیداګل ، ریبار، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

په دې ټورنامینټ کې د سیمې څوارلسو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې شل ورځې دا سیالۍ روانې وې.

ددې سیالیو فاینل ته شاهین او د ګربزو منتخبې لوبډلې لاره موندلې وه، چې د فاینل په لوبه کې شاهین کلب وکولای شول ګربز منتخبې لوبډلې ته یو صفر ماتې ورکړي او ددې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

د مراسمو په پای کې دخوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې موږ تل هڅه کوو، څو ځوانانو ته سالم مصروفیت پیدا کړو او په ورزشي برخه کې پراخ فعالیتونه له نېشه یي موادو او غیري شرعي کړنو څخه د دوی مخه ډب کړي.

په پای کې د فوټبال فدراسیون له لوري د سیمې د ځوانانو په استازیتوب شېرباز خان ته ستاینلیک ورکړل شو او ترڅنګ یې په مستحقو لوبډلو او لوبغاړو کپونه او تحفې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS