خوست: دیګان زلمیو هم اتو غوره لوبډلو ته لار ومونده

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۹:۱۰
خوست: دیګان زلمیو هم اتو غوره لوبډلو ته لار ومونده

نن ورځ د خوست رمضان T10 سیالیو دلمړي پړاو مسابقاتو په وروستۍ لوبه کې دېګان زلمیو لوبډلې پنزایې لښکر کلب ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لاره ومونده.

دېګان زلمیو لوبډلې په ټاکلیو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د 142 منډو هدف ورکړ.

د دېګان زلمیو لوبډلې توپ وهونکي وکیل ځدران د خپلې لوبډلې له پاره چټکې 42 منډې په 11 توپونو ترلاسه کړې.

په مقابل کې یې د پنزایې لښکر لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په نهو اورونو کې 104 منډې جوړې کړې او لوبه د باران د ورېدو له امله د DLS میتود پر اساس د دېګان زلمیو لوبډلې په 21 منډو وګټله او دویم پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

دلوبې غوره لوبغاړی وکیل ځدران ونومول شو.

د یادولو وړده، چې سبا ورځ ددې سیالیو د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیلیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS