خوست:ګربز زلمي لوبډلې اتلوالي خپله کړه.
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ؛ د ګربز زلمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د یادې ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې؛ اتلوالي د ګربز زلمي لوبډلې خپله کړه.
په یادو سیالیو کې نېږدې سل لوبغاړو ګډون درلود، چې له غوره هغوی به یې د ګربزو ولسوالۍ په سطحه یوه منتخبه لوبډله رامنځته شي.
د خوست کرکټ ادارې پرمختیایي مدیر احسان والي مسرور د پایلوبې په پار ترتیب شویو مراسمو کې؛ د ګربزو ولسوالۍ له کرکټ استازي او ورسره همکارانو مننه وکړه، چې یادې سیالۍ يې په خورا ښه توګه مدیریت او پای ته ورسولې.
نوموړي په یادو سیالیو کې ټولو لوبېدونکو لوبغاړو ته ډاډ ورکړ ، چې د استعداد ښودلو درناوی به یې کیږي او مستحق لوبغاړي به د یادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته په پوره شفافیت انتخابیږي.
دا مهال د خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې د خوست کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق سیالۍ روانې دي، چې په پایله کې به یې د ولسوالیو منتخبې لوبډلې رامنځته او ترمنځ به یې ټورنامینټ پیل شي.
