خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ - ۱۸:۹
خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځوان زلمیو او شیرشي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ځوان زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٨ منډو هدف وټاکه. شیرشي اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې په اتو اورنو کې د شپږو ویکټو په زيان ١٠٠ منډې وکړې او د ٤٧ منډو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوې دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ساحل باختر لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ګلران ځوانانو سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو

په ګلرنګ ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د دولتي مسوولینو، ورزشي مسوولینو او د ورزشکارانو په شتون کې د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو.

دغه کلب د سنوکر درې پایه میز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

کتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د تنکيو. . .

BACK TO NEWS