کتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې الف ګروپ د ٢٢ نمرو په ترلاسه کولو لومړی او ب ګروپ د ١٥ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د تنکیو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.