خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ مقبلو په اووم سیمه کې د اي اف ال په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بادشاه امین او احسان الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ احسان الله لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۸۷ منډې هدف کېښود، بل لوري ته بادشاه امین لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په زیان پوره او سیالي یې وګټله.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ په لیګ وار شکل ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.
