خوست؛ په متون ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۱۹
خوست؛ په متون ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د متون ښار په تڼيوال پارک کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سيالۍ د بريال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د بريال او داود لښکر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې بريال لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۷/۸ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د روژې مبارکې میاشتې کې پيل شوې، خو د ځینو ستونزو له امله يې نن ورځ پايلوبه ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS