خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ع.م.ري جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسيون استازولي له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مټه چينې لوبډلې خپلې سيالې کجيري کلي لوبډلې ته د ۱-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
