خوست؛ يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ - ۱۸:۱۱
خوست؛ يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بیدار افغان او ایلیون سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بیدار افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٤ منډو هدف وټاکه. ایلیون سټارز لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې د درېوو ویکټو په زیان پره کړ او د اووه ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوې دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

د نويو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله نړۍ والو سیالیو کې د ګډون به موخه ازبکستان ته ورسېده

د نويو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله چې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او دوه هیئتان پکې شامل دي، د تکواندو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ورسېدل.

له څلور ورزشکارانو څخه به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې تاجکستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله وروستۍ لوبه تاجکستان ته د ٣ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له خپلو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو پسرلني جام سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۱۰۰ زياتو کلبونو څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پسرلني جام په نوم سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS