خوست؛ وړدا خېلو لوبډلې د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په وصال وفا کلب ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ لوبډلو تر منځ "يووالی مو قوت دی" په نوم د فوټبال سيالۍ، د وړدا خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د کونډيو ځوانانو کلب او وړدا خېلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې سيالي په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې وړدا خېلو لوبډلې، خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی و.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
