خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزش کارانو ترمنځ ورزشي نمایشات ترسره شول
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځینې خېلو سیمه کې د ۸۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د پارکور او جمناستیک ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغو مراسمو کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري هغه لوبغاړي هم وستایل شول، چې څو ورځې وړاندې یې په لغمان کې د ووشو سیالۍ ګټلې وې.
د مراسمو په پای کې یو شمېر استادانو او لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
