خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۱۲
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نادرشاه کوټ ځوانانو جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې نوي کوټ لوبډلې په ټاکلو شپږو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې کپړي کلي لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې نوي کوټ لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر يې سيالي په خپل نوم کړه.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې ۲۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS