خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۵۹
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځدراڼ او کامران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کامران لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٦ منډو هدف وټاکه. ځدراڼ لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۷:۴۱
Background image

له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې جاده یي سبک سیالۍ ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.

به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS