خوست؛ مهرال کلب لوبډلې د موسی خېلو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۳:۴۷
خوست؛ مهرال کلب لوبډلې د موسی خېلو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ انتخابي سيالۍ د مهرال کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مهرال کلب او حېدر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مهرال کلب لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف کېښود، حېدر لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو موخه د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې جوړول وو، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS