خوست؛ مرکز کې د قوشتپې کانال په وياړ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت مرکز کنډيو صحرا بازانو په لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د قوشتپې کانال په وياړ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د صحرا بازانو او کنډيو زلميانو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه صحرا بازانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف کېښود، کنډيو زلميانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۱۶ منډو په توپير صحرا بازانو لوبډلې بريا په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې شل ورځې به دوام وکړي، موخه يې ځوانانو تر منځ تفريح او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.