خوست؛ مرکز متون ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د وړداخېلو او توریانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه توریانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٣ منډو هدف وټاکه. وړداخېلو لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.