خوست؛ لنډۍ لمر لوبډلې د پوليسو او عوامو ترمنځ د همغږۍ په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۲۱
خوست؛ لنډۍ لمر لوبډلې د پوليسو او عوامو ترمنځ د همغږۍ په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ او د کورنيو چارو وزارت د ورزشي کمېټې له لوري د ياد ولايت په مرکز مرمنډۍ خپلواک ميدان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د پوليسو او عوامو ترمنځ د همغږۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د لنډۍ لمر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې لنډۍ لمر لوبډلې سيالې مرمنډۍ خپلواک لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته خوسی او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې په يو لړ مراسمو کې ريبار هڅاند د کورنيو چارو وزارت د خوست برخې ورزشي مسؤل په توکه وټاکل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۳
Background image

ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د توخي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

هلمند، مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولان ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۸
Background image

کابل کې د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال د هېواد ورزش ادارې له رهبري سره وليدل

د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال او د منځنۍ اسیا د سامبو ټولنې رئيس علي شېر عليموف د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق سره وليدل.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله. . .

BACK TO NEWS