خوست؛ سنګین خصوصي لېسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په سنګین خصوصي لېسه کې د ۱۲ لوبډلو د ۱۲۰ تنه زده کوونکو ترمنځ د رسۍ کش کولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې څلورم ټولګي لومړی، اووم ټولګي دویم او نهم ټولګي درېیم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د زده کوونکو تر د منځ سالم رقابت او محلي لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې چې په پای کې ګټونکو لوبډلو ته مډالونه ورکړل شول.
