خوست؛ د ۵۰۰ زده کوونکو ترمنځ دودیزې لوبې ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۱۳
خوست؛ د ۵۰۰ زده کوونکو ترمنځ دودیزې لوبې ترسره شوې

د خوسو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ولس غږ ښوونځي د ۵۰۰ زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې، رسۍ کشولو او تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو لوبو کې د ۳۵۰ زده‌کوونکو ترمنځ ځغاستې سیالي په یو کیلومتري واټن کې له تڼیوال پارک څخه پیل د پروژې تر پله پورې ترسره شوه، چې په پایله کې یې هلال مبارز لومړی، ائیل الرحمن دویم او امیرالله درېیم مقام خپل کړ.

همداراز د رسۍ کشولو په سیالۍ د ۱۵ لوبډلو ترمنځ چې ۱۲۰ کسانو پکې ګډون کړی و، ترسره شوې، د درېیم الف ټولګي لومړی، شپږم ب ټولګي دویم او لسم الف ټولګي درېیم مقام خپل کړ.

په ورته وخت کې د همدې ښوونځي د زده کوونکو له لوري د پارکور نندارې او په پای کې د ۳۰ کسانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ هم ترسره شوې چې په پایله کې یې حبیب شاه لومړی، فریدالله دویم او عارف درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په پای کې د خوست ولایت د ورزشي آمریت او ځینو نورو خلکو له لوري غوره لوبغاړو او ګټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS