خوست؛ د مهدي خېلو رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
خوست؛ د مهدي خېلو رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د مهدیخېلو ځوانانو له لوري د فوټبال پیل شویو شپنیو سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سيالي کې کنډيو ځوانانو لوبډلې مرمنډۍ خپلواک لوبډلې ته په درېوو ګولونو ماتې ورکړه.

په دويمه سيالۍ کې بيا ملګرو فوټبال لوبډلې عليشېر اتلان لوبډلې ته په ۲ګولونو ماتې ورکړه او بريا يې ترلاسه کړه.

په نوموړيو سیالیو کې، چې تر راتلونکي اختر پورې به دوام وکړي ۲۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS