خوست؛ د "مامورينو او کابل خېلو کلي" لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سيالۍ ترسره شوه
د خوست ولایت په اماني ملي لوبغالي کې د خوست ولایت ورزشي امریت او فوټبال فدراسیون د "مامورینو او مندوزیو اسمعیل خېلو ولسوالۍ د کابل خېلو کلي" لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه ترسره شوه.
د دې دواړو لوبډلو لوبه تر زياتو هڅو وروسته د "٤-٤" مساوي پاى ته ورسېده.
د يادې دوستانه لوبې موخه له نورو لوبغاړو سره د مامورينو نيږدې والى او د هغوى روغتیا ته پاملرنه بلل شوې ده.
که څه هم دا لوبه مساوي شوه خو داچې د "کابل خېلو" لوبډله مېلمه و د لوبي کپ هم د ورزش امريت له لوري دوى ته ورکړل شو.
