خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۵۵
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د فوټبال فدراسيون له لوري د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي لوبغالي کې د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سيالي د شیخ زاید پوهنتون او مټه چینې کلبونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې لوبه مټه چينې کلب د ۴_۰ګولونو په توپير وګټله.

همدا راز په دويمه سيالي کې د شهيد معلم جان کلب لوبډلې استقلال لوبډلې ته د ۹_۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د فوټسال په دغه ټورنمنټ کې شلو لوبډلو ګډون کړی او تر راتلونکي کوچني اختر پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS