خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د المرې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې المرې لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې داخیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
