خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په سپين غر ورزشي ميدان کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو منتخب لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د تڼيو الف او تڼيو منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې تڼيو منتخب لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۶ ورځې دوام وکړي.