خوست؛ الګاډې لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ د رمضان جام والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۵۱
خوست؛ الګاډې لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ د رمضان جام والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري او د عرفان ځاځي په مالي ملاتړ د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په عباس خېلو کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ د الګاډې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ، چې پایلوبه یې د الګاډې او سټیوان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې الګاډې لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي ېې په خپل نوم کړه.

د یادو سیاليو د پای په مراسمو کې د یادې سیمې مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و او اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS