حفیظ ميرزايي د هېواد د ورزش ادارې مشاور له لوري وستايل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۳۶
حفیظ ميرزايي د هېواد د ورزش ادارې مشاور له لوري وستايل شو

د بايسکل ځغلوونې يو تن ورزشکار حفيظ ميرزايي له بدخشان څخه تر کابله، چې شاوخوا ۳۵۰ کيلو متر واټن کیږي، په دوو ورځو کې طی کړ او د هېواد د ورزش اداري د مشاور قاري حيات الله رحماني له خوا وستايل شو.

د ښاغلي ميرزايي په خبره: ((د يادې بايسکل ځغلوونې موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، نوموړي همدارنکه د هېواد له ورزش ادارې څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو ترڅنگ ولاړه ده او ځوانان ورزش ته هڅوي.))

د يادولو وړ ده، چې په پای کې د هېواد د ورزش ادارې د مشاور له لوري، حفيط ميرزايي ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS