جوزجان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کيک بوکسينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د کي وان کيک بوکسينګ اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې له دواړو کټګوريو ۱۰ تنه ورزشکاران د جوزجان ولايت د کي وان کيک بوکسينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د جوزجان ولايت د کي وان کيک بوکسينګ منتخبې ملي لوبډلې ته وټاکل شول.