جوزجان ؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۰:۴۶
جوزجان ؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د یاد ولایت په مرکزي جمنازیوم کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د میهن کلب، همدردکلب، شهر داري، نوین خورشید، مجاهدکلب، اتحادکلب، آریانا تصدي افغان گاز او نظري کلب لوبډلو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي لومړۍ لوبه د اریانا تصدي افغان ګاز او مجاهد کلب د فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د اریانا تصدي افغان ګاز لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ زړه سوی رامنځته کول او د جوزجان ولایت فوټسال لوبډلې ته غوره لوبغاړي پېژندل دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS