جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له مرکز او ولسوالیو د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپله کړل.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
