جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۵:۵۶
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویوځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فول رزم ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲
Background image

تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په کلفګاني کلي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

BACK TO NEWS