جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۸
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز شبرغان ښار کې د رمضان جام په نوم له لس کلبونو څخه د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه له وي ای پي کلب څخه عبدالخالق مخلص او له جوزجان کلب څخه نصیر احمد مرداني ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې عبدالخالق مخلص له پنځو فریمونو څخه درې فریمونو کې اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS