جوزجان؛ خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۴۵ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه په ولسوالیو کې د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و.
