تخار ولایت کې د تکواندو WTF یو شمېر ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول
تخار کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او تکواندو فدراسیون له خوا د تکواندو WTF رشتې« ۲۵ » ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول.
په همدې موخه جوړوشو مراسمو کې چې د تخار ورزشي مسوولینو او د فدراسیونونو استازي ګډون درلود د یوې رڼې ازموینې وروسته یادو « ۲۵ » ورزشکارانو ته د دېېلا بېل رنګونو کمربندونه وتړل شول.
ګډونکوونکي ورزشکارانو چې کمربندونه یې ترلاسه کړي وو د ځوانانو ترمنځ پر یووالي او همدا راز ورزش کولو باندې ټینګار درلود.
