تخار: درقد ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسې کشولو سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ( ۱۸ ) ورزشکارانو ترمنځ د رسې کشولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله هدايت الله لومړی او نقیب الله بیا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د کوچني اختر نمانځل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
