بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په دالي کلي کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر نمانځل و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
