تخار؛ کلفګان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
