تخار؛ په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د شپږم پړاو د اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۰:۱۶
تخار؛ په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د شپږم پړاو د اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار، بدخشان او کندز له ولایتونو څخه د ۸۰ چاپاندازانو تر منځ د شپږم پړاو لپاره د بزکشۍ د اتلولۍ سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش آمریت په مرسته د تخار ولایت د بزکشۍ فدراسیون له لوري د دغه ولایت د خواجه په بهاء الدین ولسوالۍ کې د بزکشۍ په میدان کې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې دوه ورځې یې ادامه درلوده، په پای کې له کندز ولایت څخه پهلوان ذبیح لومړی مقام، له بدخشان ولایت څخه پهلوان غلام دویم مقام، له تخار ولایت څخه پهلوان رضا، پهلوان شبیر او پهلوان سمیع الله په دې سیالیو کې درېیم مقام لاسته راوړ.

په پای کې د مسوولینو له لوري د دغو سیالیو په ترسره کېدو ، د چاپندازانو لپاره ډول ډول تحفې ورکړل شوې.

د دې سیالیو د ترسره کېدو هدف د راتلونکو سیالیو لپاره تیاری نیول او د بزکشۍ سیالیو ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS