تخار؛ مرکز تالقان کې د وزلوبې نهم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت مرکز تالقان کې د ۴۵ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې نهم پړاو سیالۍ د نهو غوره چاپندازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
پهلوان صبغت الله، پلهوان اسماعیل، پهلوان شمس الله، پهلوان سمیع الله، پهلوان خالدار، پهلوان ذبیح الله، پهلوان غلام، پهلوان نجیب او پهلوان بصیر هغه غوره نهه ورزشکاران او چاپندزان دي، چې د وزلوبې یاد نهم پړاو سیالیو کې وټاکل شول.
د وزلوبې ملي لیګ ته د زیات چمتووالي په موخه یادې سیالۍ ترسره شوې.
د یادونې ده، چې ورزشکارانو ته بېلابېلې ډالې هم ورکړل شوې.
