تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ روکړل شوې.