تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۳۱
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ په بېلا بېلو کتګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۳۳ ورزشکاران د یاد ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت د ووشو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د تخار ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو د اتلولۍ حکمونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۹:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۳۹
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS