تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې ورزشي جشنوارې پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۲:۵
تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې ورزشي جشنوارې پای ته ورسېدې

د تخار ولایت دبدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رستاق ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د پسرلني موسم په موخه د وزلوبې او سیمه ییزې غېږنیونې ورزشي جشنوارې سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې ۱۵۰ چاپندازانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې غلام خدایي، غبدالرشید، سمیع الله، ذبیح الله، شمس الله، او ګل محمد تر نورو ښه وځلېدل او د ډالیو ګټونکي شول.

همدارنګه د سیمه ییزې غېږنیونې په سیالیو کې ۱۲۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې ۶۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیمه ییزې جشنوارې سیالۍ د یاد ولایت د رستاق په دشت قوش‌خانه سیمه کې له بېلا بېلو ولایتونو د لس زرو کسانو په شتون کې په پوره امن کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۵
Background image

زابل؛ قلات ښار کې د درېيو کلبونو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۶ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۳
Background image

کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

BACK TO NEWS