تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې عبدالله او سمیع الله تر نورو ښه وځلېدل او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
