تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد ترسک لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د ۷ ويکټو په زيان سره د ۹۸ منډو هدف وټاکه په مقابل کې الفتاح لوبډلې ياد هدف په ۷ اور کې د ۹ لوبغاړو په زيان سره پوره کړ او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې لس ورځې يې دوام وکړ.
